د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټسټ او یوې ورځنیو سیالیو لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د ټست سیالیو د توپوهونکو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته رسېدلی دی. د کرېکټ نړیواله شورا وايي، رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د ټېسټ کرېکټ د درجه‌بندۍ په هره کټګورۍ کې لسو غوره لوبغاړو ته رسېږي. د کرېکټ نړیوالې شورا وايي، دا د رحمت شاه د کرېکټ په مسلکي ژوند کې پنځمه ټېسټ سلیزه او په روان کال کې دویمه سلیزه وه. "دې سلیزې د ۳۳ کلن رحمت شاه درجه‌بندي لوړه کړه او هغه یې د هند له لوبډلمشر شبمن ګیل د سوېلي افریقا د لوبډلې د پیاوړي توپوهونکي اېډن مارکرم او د سرېلنکا له کېڼ لاسي توپوهونکي کامېندو مېنډېس مخکې کړ او د لومړي ځل لپاره یې د ټېسټ کرېکټ د نړۍ د لسو غوره توپوهونکو په کتار کې شامل کړ."

Latest

ویډیو, ولې ځينې یوه بل ته د مور او خور ښکنځل کوي؟, موده 2,12

ویډیو, رحمت شاه د نړۍ په لسو مخکښو ټسټ منډه جوړونکو کې, موده 1,21

ویډیو, د پېښور بس چلوونکې ښځه, موده 2,10